اسلام آباد 15 فروري (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي وئيلي دي چې د ځوانانو ذهني استعداد ??ياتولو او د هېواد ??وكاله كولو له به سازګار چاپيريال رامخې ته كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه صدر مملکت د زيارت په ورځ په ايوان صدر كښې د نې??نل يونيورسټي آف ټيکنالوجي (نيوټيك) تر سيوري لادې د اسپائر پاکستان په مرسته د نيشنل آئيډيا بېنك (اېن آئي بي) د درېم اېډيشن اختتامي دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ په دستوره كښې د تعليم پوهانو او د سوداګرې ورورولۍ نمائندګانو ګ??ون وكړو۔ ده ووئيل د پاکستان ځوانان زيات استعداد ?? په زړه پورې ذهن زرين خيالات لري خو د دوي خيالات په مسابقتي او معياري مصنوعاتو كښې بدلولو لپاره به يو مناسب پلېټ فارم رامخې ته كول وي دغسې چې د هېواد ??رآمدات زيات او درامدات كم كړې شي٬ صدر د اختراعي او د رامخې ته شوې ټيکنالوجيز په اهميت رڼا اچولو سره ووئيل چې زه پ?? علم د اډانه لرونكي معيشت د ودې زبردست حامي يم۔ ده سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره د نيشنل آئيډيا بېنك په څير د فورمونو د لارې د ټېلنټ هنټنګ په ضرورت زور رواړلو سره د آېن آئي بي د كردار ستائنه وكړه كوم چې هېواد په روښانه او په سوكاله سباٶن كښې بدلولو كښې مهم كردار لوبوي۔ صدر ډاکټر عارف علوي په دې اندېښنه څرګنده كړې چې نظام د اشرافيه په ګرفت كښې دے ٬ كوم چې يوازې د دوئي د مفاداتو تحفظ كوي او هغوي په مهمو سماجي او اقتصادي چېلنجونو قابو موندلو كښې پاتې راغلي۔ صدر مملکت په ذاتي ګټو اډانه لرونكي موجوده نړيوال نظام تنقيد وكړو كوم چې په غزه كښې د اسرائيل د جاري جارحيت په لاره نيولو كښې پاتې راغلے دے ۔ په دې موقع د اسپائر چيئرپرسن حسن سيد٬ د نيوټېك ريکټر ليفټيننټ جنرال (ر) معظم اعجاز او پراجيکټ ډائريکټرې شهزانه مېمن هم وېنا وكړه۔ صدر مملکت په دستوره كښې د اېن آئي بي د سيزن تهري په فائنل كښې د ځانګړې كاركردګۍ څرګندونه كوٶنكو ته شيلډ هم وركړل
د ځوانانو ذهني استعداد زياتولو او هيواد سوكاله جوړولو له به سازګار چاپيريال رامخے ته كول وي۔ صدر مملکت ډاکټر عارف علوي
Jeff and Scully Official Entertainment Portal
APP27-150224
ISLAMABAD: February 15 President Dr Arif Alvi addressing the finale of National Idea Bank Season III, at Aiwan-e-Sadr. APP/ABB
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعدادوشمار