اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) د متحده قومي موومنټ پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي ډاکټر فاروق ستار وئيلي دي هېواد د معاشي بحران نه رابهر كولو لپاره سياسي استحکام ضروري دے، ټول سياسي ګوندونه دې په ګډه د سنګين معاشي بحران نه هېواد ب??ر كړي۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته ده ووئيل زه د نوي سفر په پېل كولو ټولو له مباركي وركوم او هيله لرم چې نوې منتخب سپيكر او دوهم سپيكر به متانت٬ سنجيدګۍ او زيركتيا سره د ايوان كاروائي مخ په وړاندې بوځي۔ ده ووئيل د غربت او ??ېر??زګارۍ مسئلې هېواد ته رامخې ته دي٬ قام معاشي بحران سره مخ دے٬ د دې بحران حل لپاره سياسي استحكام ډېر ضروري دے۔ فاروق ستار ووئيل سياسي اختلافات وي خو پارلمان له لار جوړول پكار ده۔ ده ووئيل مسلم ليګ (ن) او اېم کيو اېم قوي بلدياتي ادارو لپاره د قانون سازۍ په ل?? كښې د تفا??م په يادښت لاسليك كړے٬ د حائي حكومتونو لپاره قانون سازۍ كښې ټولو سياسي ګوندونو له زمونږ مرسته پكار ده۔
هېواد د معاشي بحران نه ويستلو لپاره سياسي استحکام ضروري دے، ټول سياسي ګوندونه دې په ګډه د سنګين معاشي بحران نه هېواد بهر كړي۔ ډاکټر فاروق ستار
Immortal Way Gloves official entertainment website
مضمون کا ماخذ : ایڈونچر کی کتاب