اسلام آباد 11مارچ(اے پی پی)وزيراع??م محمد شهباز شريف د پاكستان او سعودي عربستان دوه اړخيزه اړيكې ګټورې ستراتېژېكي او اقتصادي همكارۍ كښې بدلول ترجيح ګرځولو سره وئېلي دي چې د روډ ټو مكه پراجېكټ دائره كار زياتولو سره به پاكستاني حج كونكو ته آسانۍ ترلاسه شي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د دې خيالات?? څرګندونه ده په پاكستان كښې سعودي سفير نواف بن سعيد المالكي سره د ګل په ورځ د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ په ملاقات كښې وزيراعظم د وزيراعظمۍ منصب په سنبالولو د مباركۍ پېغامونو په رالېږلو او د نېكو هيلو په څرګندولو د خادم الحرمېن شريف شاه سلمان او ولي عهد محمد بن سلمان مننه وكړه۔ د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځه د رورولۍ خاص اړيكو ذكر كولو سره وزيراعظم ووئيل چې د سعودي سفير هغه وړومبې سفير دے كوم چې د وزيراعظم چوكۍ سنبهالولو نه پس ما سره ملاقات كړے۔ وزيراعظم د روډ ټو مكه پراجېكټ دائره كار په زياتولو د سعودي چارواكو مننه وكړه۔ ده ووئيل دې سره به د پاكستان حج كونكو ته آسانۍ ترلاسه شي۔ وزيراعظم ته د سعودي دورې بلنه وركولو سره سعودي سفير وزيراعظم ته د سعودي مشرتابه لخوا د بشپړه مرستې باور وركړو۔ ده ووئيل چې سعودي عربستان به د قوي او سوكاله پاكستان تعمير لپاره تل د باور وړ همكار پاتے شي
سعودي عربستان سره اړيكې په ستراتيجيكي او اقتصادي همكارۍ كښې بدلول لومړۍ ترجيح ده۔ د وزيراعظم شهباز شريف سعودي سفير سره په ملاقات كښې خبرې اترې
49 Pots of Gold Official Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا ٹکٹ کیسے خریدیں