اسلام آباد۔9 مئی(اے پی پی)?? اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي د ګردې نړۍ سترګې د وزيراعظم شهباز شريف د چين راروانې دورې ته دي ٬ چين د پاكستان تر ټولو لوئي تجارتي همكار دے ، د سی پېک له امله د چين مصنوعات د پاكستان او د پاكستان د چين ماركيټونو ته رسېدو كښې زياتوالې رامخې ته شوے ۔ دا خبره ده په پاكستان كښې د چين سفير جيانګ ژائي ډانګ سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ په دې موقع په پاك چين اړيكو ، سی پېک او د پاكستاني معيشت بحالۍ لپاره د حكومتي اقدامات په شمول په نورو مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كښې د وزيراعظم د چين راروانې دورې په اړه هم خبرې وشوې۔ وفاقي وزير وو??يل د ګردې نړۍ سترګې د وزيراعظم شهباز شريف د چين راروانې دورې ته دي٬ د وزيراعظم شهباز شريف د چين دورې په مهال به د سي پېك لاندې د روانو منصوبو جاج اغستلے شي ٬ په نوؤ منصوبو د خيالاتو څرګندونه او د سي پېك په اړه خبرې كولې شي۔ ?? اطلاعات وفاقي وزير وو??يل چين د پاكستان تر ټولو لوئي تجارتي همكار دے٬ ده وو??يل سي پيك د دواړو هېوادونو ترمينځه د همكارۍ مهمه منصوبه ده٬ د سي پېك له امله د چينائي ??صنوعات د پاكستان او د پاكستان مصنوعات د چين ماركيټونو ته رسنه كښې زياتوالې رامخې ته شوے ۔ وفاقی وزیر د چين سفير د حكومت د معاشي اقداماتو او د سعودي او ايراني پلاويو دورو څخه هم خبر كړو۔ ده وو??يل نړيوالې مجلې په پاكستاني معيشت كښې د بهترۍ پېشنګوئي ??وي۔ چينائي سفير د حكومت د معاشي اقدامات ستائنه وكړه او هيله يۍ څرګنده كړه چې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې به هېواد د پرمختګ په لاره روان شي۔ وفاقی وزیر د چين سفير په پاكستان كښې د چينائي ??ګړو حفاظت لپاره حكومتي اقدامات څخه هم خبر كړو۔ په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه ?? اطلاعات او كلتور په څانګو كښې د ودې په وركولو موافقت هم وشو۔ وفاقي وزير وو??يل د وزیراعظم د چين راروانې دورې په مهال به د چین نیوز ایجنسی ”شنهوا“ او اېسوسی اېټډ پرېس آف پاکستان (اے پی پی) ترمينځه د خبرو تبادلې لوظنامه هم لاس ليك شي۔ دغسې دواړو فريقو د كلتوري او تعليمي پلاويو تبادلو ته د ودې په وركولو موافقت او يو بل سره د مرستې روانې ساتلو له د عزم څرګندونه وكړه۔
د ګردې نړۍ سترګې د وزيراعظم شهباز شريف د چين راروانې دورې ته دي٬ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د چين سفير سره خبرې
Popular slot machine entertainment official links
مضمون کا ماخذ : شمال کے ڈریگن