اسلام آباد۔18مئی(اے پی پی) د پاكستان حكومت په جمهوريه كرغزستان كښې فسادات نظر كښې نيولو سره د پاكستا??ي وګړو خونديتوب او ??لام??يا باوري كولو له كرغز حكومت سره په تماس كښې دے۔ کرغز چارواكو تېره شپه په بشكيك كښې د پاكستانيانو په شمول د بهرنيو وګړو په ضد د تشدد په پیښو د افسوس څرګندونه كړې ده او پلټنې كولو سره يۍ په دې كښې ككړو ته د سزا وركولو لوظ هم كړے دے۔ د خارجه دفتر وياندې لخوا د خالي په ورځ د جاري شوي بيان له مخې پاکستانۍ سفارت خانې بېړني هېلپ لائنز پرانستلې دي او ?? زده كوؤنكو او ?? دوئي د كورنيو د پو??تن?? ځوابونه يۍ وركړې دي۔ بلخوا په جمهوریه کرغزستان كښې د پاكستان سفير حسن علی ضیغم اعلیٰ کرغز چارواكو سره په تماس كښې دے۔ د كرغزستان د روغ??يا وزارت له مخې څلور پاكستا??ي وګړي ابتدائي طبي مرستې څخه وروستو فارغ كړې شوي دي او ?? يو پاكستاني درملنې لا روانې دي۔ ډي جي (ای سی او ??ور سی اے آرز) اعزاز خان د کرغز سفارت خانې ناظم الامور میلس مولدالیف خارجه دفتر ته رابللو سره هغه ته احتجاجی مراسله وركړه او هغه يۍ په كرغز كښې د زده كړو ترلاسه كوؤنكو په ضد تېره شپه په رامخې ته شويو پېښو د پاكستاني حكومت د ژورې خوشينۍ څخه خبر كړو۔ د کرغزستان ناظم الامور ووئيل چې كرغز حكومت له به د پاكستاني زده كوؤنكو او په كرغز جمهوريه كښې د مېشته وګړو تحفظ باوري كولو له ټول ممكنه ګامونه پورته كول وي۔ په بيان كښې وئيلې شوي دي چې د پاكستان حكومت په ګرده نړۍ كښې د خپلو وګړو تحفظ او ??لام??يا معامله ډېره جدي اخلي او مونږ به د خپلو وګړو خېر ښېګړه باوري كولو له ټول ضروري ګامونه پورته كوؤ۔ نائب وزیراعظم او ??ارجه وزير اسحاق ډار د خارجه دفتر په صورتحال نظر لرلو او ?? پاكستا??ي وګړو بشپړه مرسته او ??وئي ته د آسانيو وركولو هدايت كړے دے۔(MWA/MWA/1848)
د پاكستاني وګړو خونديتوب باوري كولو له كرغز حكومت سره په تماس كښې يؤ٬ خارجه دفتر
Fortune Tree Entertainment official website
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا حساب