اسلام آباد۔20 مئی(اے پی پی) د اطلاعات او خپرنو٬ قامي ورثه او كلتور وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي ??كو??ت د ډيجيټل ميډيا اتھارټي جوړولو په لړ كښې د يو اړخيزه قانون سازۍ كومه اراده نه لري٬ په دې معامله به د ټولو صحافتي تنظيمونو او پرېس كلبونو باور ترلاسه كولې شي۔ دا خبره ده د نېشنل پرېس كلب اسلام آباد پلاوي سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل خبريالانو له به هېلتھ انشو??نس سکیم زر تر زره پېل كړے شي۔ ده ووئيل د نېشنل پرېس کلب مستقلې ودانۍ جوړولو او د موجوده ودانۍ بهترۍ له به ??رو??ي ګامونه پورته كولې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل ??كو??ت د نېشنل پرېس كلب مسئلو څخه ښه خبر دے٬ اېن پي سي ته كلن ګرانټ وركول به هم باوري كولې شي۔ ده ووئيل د خزانې وزير سره ملاقات كښې به په مالي بجټ كښې پرېس كلب لپاره د كلن ګرانټ بېلولو په اړه خبره كولې شي۔ په دې موقع د نېشنل پرېس كلب صدر اظهر جتوئي ووئيل ??كو??ت بايد د پرېس كلب مسئلې په ترجيحي بنيادونو حل كړي٬ خبريالان په موجوده دور كښې يو شمېر چېلنجونو سره مخ دي۔ د نېشنل پرېس كلب لنډ مهاله سېكرټري عون شیرازي ووئيل د پنډۍ اسلام آباد صحافتی کمیونټی لپاره میډیا ټاون فېز ټو زيات ??رو??ي دے۔ ده ووئيل سركاري اشتهارونه ?? وركرز تنخاګانو سره مشروط كول به يو مهم ګام وي۔ په پلاوي كښې صدر اظهر جتوئی، لنډ مهاله سېكرټري عون شیرازي ، فناس سېكرټري وقار عباسي او د ګورننګ باډي غړي شامل وو۔ په دې موقع پرنسپل انفارمېشن آفیسر مبشر حسن هم موجود ؤ
حكومت د ډيجيټل ميډيا اتھارټي جوړولو په لړ كښې د يو اړخيزه قانون سازۍ كومه اراده نه لري٬ د وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د نيشنل پريس كلب اسلام آباد پلاوي سره خبرې
Miracle Feat Entertainment official website
مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ