پنځه برآمدي څانګو ته به په كمه بيعه ګاز او برېښنا وركولې شي٬ په بې وزله مصرف كوٶنكو به د برېښنا په بيعه كښې د زياتوالي اثر نه پرېوځي۔ د توان وزير خرم دستګير
American roulette honest website
APP08-260722
ISLAMABAD: July 26 - Federal Minister for Energy, Engr. Khurram Dastgir Khan is addressing a press conference at PID media center. APP photo by Saleem Rana
اسلام آباد26جولائي (اے پي پي)وفاقي کابي??ې د برېښنا په بيعه كښې د مرحله وار اضافې منظوري وركولو پرېكړه كړې ٬ پنځه برآمدي څانګو ته به په ترجيحي بنيادونو په كمه بيعه ګاز او برېښنا وركولې شي، ډيډيکيټډ صنعتي فيډرز ته به 24 ساعته د برېښنا وركړه دوامداره وي٬ ٬ په بې وسه مصرف كوٶنكو به د برېښنا په بيعه كښې د اضافې اثر نه پرېوځي، د جولائي 26مې نيټې څخه د برېښنا په بيعه كښې 3.50 روپۍ د يونټ په سر او بله مياشت به 3.50 روپۍ د يونټ په سر اضافه كېږي، اکتوبر كښې به د برېښنا په بيعه كښې د يونټ په سر 90 پې??ې اضافه كېږي، د نومبر مياشت نه پس به د برېښنا په بيعه كښې كمے پېل شي، تېر حكومت وزيرانو او مالي سهولت كارو ته ګټه رسولو لپاره د زيات پې??اواري لګښت بجلي ګهر په چلولو اولس لوټ كړے٬ اوس چې څومره ضرورت وي برېښنا به پې??ا كولې شي، د برېښنا واج??ات وصولۍ او د لائن لاسز كمي لپاره اقدامات روان دي، د برېښنا پې??اوار لپاره به اوس د هېواد په ارزانو ذريعو انحصار كوٶ، د نمر توان نوې پاليسۍ اعلان به يو څو ورځو كښې وكړے شي۔ د نهې په ورځ د پټروليم وزير مملكت مصدق ملك سره پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې د توان وزير خرم دستګير ??وئ??ل وفاقي كابينې وړومبۍ پرېكړه دا كړې چې هېواد كښې چرته هم ډيډيکيټډ صنعتي فيډرز دې ھغوي ته به 24 ساعته برېښنا وركولې شي خو په مكس فيډرز به هڅه كوٶ ??ې د برېښنا د كم نه كم تعطل وي او د اولس روزګار روان وي او په معاشي هلو ځلو زيات اثر پرې نه وځي۔ ده ??وئ??ل د پاكستان پشمول ګرده نړۍ كښې د توان بحران دے٬ د اېندھن او غلې په بيعه كښې اضافه شوې ۔ ده ??وئ??ل وفاقي كابي??ې په بيعه كښې د اضافې هم منظوري وركړې خو د توان وزارت ته امر شوے ??ې په بې وسه مصرف كوٶنكو اغېز ونه شي او دا مصرف كوٶنكي به د يو نه تر 50٬ د يو نه تر 100 او د يو نه تر 200 يونټس برېښنا استعمالوي٬ ده ووئېل د برېښنا په آخري ځل ري بېسنګ په فروريكال 2021 كښې شوے ٶ٬ په دې كښې پخواني حكومت قصداً تاخير كړے۔ ده ??وئ??ل په دې وروستيو كښې د تېلو په بيعه كښې كمې راغلے٬ سكاره او په خاص توګه ګاز په نړيواله كچه نشته٬ يو دوست هېواد څخه د اوږدې مودې لوظنامې د لارې ګاز ترلاسه كېوونكې يو ٬ ده ??وئ??ل نړيوالو مالياتي ادارو سره زېر التوا چارې به په راتلونكو يو څور ورځو كښې حل شي چې ورسره به معيشت مستحكم شي،ده ووئېل د برېښنا په بيعه كښې كمے زياتې كېږي خو اوس صورتحال ښه دے٬ وزيراعظم خپله د دې نګراني كوي۔ ده ووېيل ګرځنده قرض تر 31 مارچ 2467 اربه روپۍ ٶ ??ې پكښې اوسني حكومت د 214 اربه روپو كمے كړے او تر جون دا قرض 2253 اربه روپۍ پاتې شوے۔ ده ??وئ??ل د 1320 مېګاواټ شنګھائي الېکټرك پاور پلانټ٬ د 1320 مېګاواټد جامشورو پاور پلانټ، د 1200 مېګاواټد تريمو پاور پلانټ او د 720 مېګاواټد کروټ پن برېښنا منصوبو په بشپړتيا كښې تېرو واكمنو د پلان له مخې تاخير كړے۔ د يوې پوښتنې ځواب ده ??وئ??ل پې??كو ته په بېلا بېلو سيمو كښې د واج??ات وصولي لوي چېلنج پیښ دے، تر څلورو كالو په وفاق او صوبه كښې د يو ګوند اقتدار ٶ خو د دې واج??ات وصولۍ بهترۍ لپاره ئې هېڅ نه دې كړي۔ ده ??وئ??ل كوم مصرف كوونكي چې واج??ات ادا كوي ھغوي له به كورنو٬ ټيوب وېلو او كاروبار لپاره برېښنا وركولې شي۔ په دې موقع د پټروليم وزير مملكت مصدق ملك هم پرېس كنفرنس ته وېنا وكړه