رديګ 18 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز ش??يف او د ايران صدر ابراهيم رئيسي د تحصيل مند ??ه رديګ سيمه كښې د مند۔پشين ۔بارډر مارکيټ او د 100 مېګاواټ برېښنا ګبد-پولان ټرانسمېشن لائن پرانسته كړې ده ۔ په دې موقع خارجه وزير بلاول بھټو زرداري، د توان وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير خان،د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب، د پټروليم وزير مملکت ډاکټر مصدق ملك، د بلوچستان وزيراعليٰ عبد القدوس بزنجو هم موجود وٶ۔ ګوادار ته ??ه رسېدو د بلوچستان وزيراعلٰې عبدالقدوس بزنجو د وزيراعظم شهبازشريف هركلے وكړو او د دې نه پس وزيراعظم د مند ۔پشين۔ ب??رډر مارکيټ پرانستې لپاره د مند تحصيل رديګ سيمې ته لاړو چرته چې د ايران صدر ابراهيم رئيسي د وزيراعظم تود هركلے وكړو٬ دواړو مشرانو په ګرمجوشۍ سره سټړي مشي وكړل او وزيراعظم محمد شهبازشريف او د ايران صدر ابراهيم رئيسي د مند۔ پشين ۔ ب??رډر مارکيټ پرانسته وكړه ٬ په دې موقع دواړو مشرانو د ماركيټ د بېلو برخو څارنه وكړه د دوستۍ د علامت په توګه ئې يو بوټے هم نال كړو٬ د بارډر مارکيټ جوړېدو سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارت ته وده وركولو له مرسته تر لاسه شي او د پولې دواړو اړخونو ته مېشته اولس له به د روزګار موقع راپېدا شي او د قاچاق مخنيوي ب?? هم وكړے شي٬ د دې نه علاو?? هم حكومت په نورو 5 بارډر ماركيټس كار كوي كوم به چې ډېر زر تجارت لپاره بېرته كړے شي۔ د دې نه پس وزيراعظم محمد شهباز ش??يف او د ايران صدر ابراهيم رئيسي د 100 مېګاواټ برېښنا ګبد-پولان ټرانسميشن لائن هم پرانسته وكړه٬ ګبد-پولان ټرانسميشن لائن د وزيراعظم محمد شهباز ش??يف د ذاتي خوښۍ په سبب ??ه رېكارډ موده كښې جوړ كړے شوے٬ د دې لائن جوړېدو سره ايران څخه د درامد كېدونكې ارزانې برېښنا مجموعي كچه 204 مېګاٶاټ ته رسېدلې ده٬ د 132 کے وي ټرانسميشن لائن اپ ګريډ كولو سره 220 كے وي كړے شوے او د څلورو مياشتو ??ه رېكارډ موده كښې دا منصوبه ترسره كړې شوې ۔ نوي ټرانسميشن لائن سره د بلوچستان پوله ايزو سيمو كښې به د برېښنا په ترسيل كښې بهتري راشي او كاروباري هلو ځلو لپاره ب?? هم برېښنا زياته شي٬ د دې منصوبې بشپړتيا سره د وزيراعظم شهباز ش????ف بلوچستان كښې د تعطل نه غېر د برېښنا وركولو لوظ ترسره شوے دے
وزيراعظم او د ايران صدر د مند۔پشين ۔بارډر مارکيټ او د 100 مېګاواټ برېښنا ګبد-پولان ټرانسمېشن لائن پرانسته وكړه
The Emperor's Favor Online Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ آن لائن دستیاب