اسلام آباد۔30جنوری(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي د آئين له مخې د فوجدارۍ انصاف نظام كښ?? لا اصلاحات كولو له د قانون سازۍ اختيار يواځې د پارليمان سره دے ۔ د نجي ټي وي چېنل نيوز مارننګ شو كښ?? د خيالاتو څرګندونې په مهال ده ووئيل په موجوده فوجداري نظام كښ?? د انصاف لتر مخه د سزاګانو شرح ډېره كمه ده كومې چې ??و كمے په ګوته كوي٬ د فعاله قانون سازۍ د لارې د دې كمي لرې كولو هڅې روانې دي۔ په بلوچستان كښ?? د ترهګرو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښ?? ده ووئيل نان سټېټ اېکټرز د تشدد هېڅ حق نه لري ٬ دا د رياست ذمه واري ده چې ??غه د داسې ترهګرو نوغې ختم كړي۔ ده ووئيل په هېواد كښ?? 90 زره وګړي د ترھګرۍ ښكار شوي۔ دا د سياسي ګوندونو او پارليماني غړو ذمه واري ده چې ??غوي د انصاف فوجداري نظام پياوړتيا له خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي۔۔ ده ووئيل په بلوچستان كښ?? پښتون، بلوڅ او نور قامونه د څو لسيزو څخه ژوند كوي۔ كوم سياسي ګوند دا ډول كومه ډله نه لري بياهم اقليتي وسله واله ډله د تشدد فعاليتونو كښ?? ككړه ده۔ امریکا ، برطانیه ، اروپائي ائتلاف او نورو ټولو جمهوري هېوادونو دغسې ډلې ترھګرې ګرځولې دي۔ ده وئيل زما په نزد په کالعدم ټی ټی پی ، احرار او بی اېل اے یا بی اېل اېف كښ?? هېڅ فرق نشته۔ دا ترهګرې ډلې تشدد د يرې ترهې خپرولو او د بې ګناه وګړو وژلو له د يوې آلې په توګه كاروي۔ د دې ترهګرو بريدونو په نتيجه كښ?? كال 2018 څخه تر دې دمه 1038 كسان شهيدان شوي ۔ده ووئېل په کوسټل هائی وے او په تربیت پولیس سټېشن بريدونو كښ?? بې ګناه وګړي ووژلې شول۔ بل اړخ ته سياسي احتجاج او سوچ د نړۍ ٬ ميډيا او دانش لرونكو لخوا ستائلے شي۔ نړۍ آئی اېس آئی اېس يو ترهګر تنظيم ګرځولے ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښ?? ده ووئيل په منځني ختيز كښ?? يو پېچلے چېلنج شته ۔ پاكستان د نړۍ په بېلو فورمونو نړيوالې ورورولۍ ته وئيلي دي چې د غزه په صورتحال كښ?? تسلسل د نه قبلولو وړ دے۔ فوري جنګ بندۍ سره سره ځپليو لپاره د مرستې راهداري بايد پرانستلې شي او هم دا اسلامي هېوادونو سره د پاكستان شريك دريځ دے۔ ده ووئيل د اسلامي نړۍ تنظيم ٬ عرب ليګ او ګرده نړۍ د جون 1967 څخه په وړاندې پولو د محيط دوه رياستي حل ٬ چې ??كښې د آزاد فلسطيني رياست پلازمينه القدس شريف وي٬ خبره كوي۔ هم دا د اسلامي نړۍ متفقه دريځ دے۔ ده د بېلو عناصرو لخوا په كېدونكو ټكونو د ناخوښۍ څرګندونه كولو سره ووئيل پاكستان به كله هم د فلسطين په اړه خپل اصولي دريځ څخه لاس په سر نه شي۔
د آئين له مخې د فوجدارۍ انصاف نظام كښې اصلاحات كول د پارليمان اختيار دے٬ نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ
مضمون کا ماخذ : لاتعداد وشال پانڈا