دوشنبے17 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان په دې خبره زور راوړے چې نړيواله ورورولي دې په افغانستان كښ?? د نوي حقيقت ادراك ولري ٬ افغانستان د يوازې پرېښودلو په ځاے هغوي سره رابطې زياتول مخ په وړاندې تګ له يوازنې لاره ده٬طالبانو له به د خپلو لوظونو پاسداري لپاره ضروري ګامونه پورته كول وي٬ د جامع سياسي ډهانچې جوړولو لوظ دې پوره كړے شي٬قامي مفاهمت سره به امن ته وده ترلاسه شي۔د جمعې په ورځ د (اېس سي او ) شنګهائي مرستې تنظيم مشرانو ته او په افغانستان كښ?? د رسنې په سرخط كوليكټو سېكورټي ټريټي آرګنائزېشن غونډې ته خپلې وېنا كښ?? وزيراعظم ووئيل د شنګهائي مرستې تنظيم او افغانستان په حقله سي اېس ټي او غېر معمولي شريكې غونډې ته وېنا كول زما لپاره درناوے دے۔دا يوه ??اس?? معامله ده چې د نړيوالې ورورولۍ د پام مركز ګرځېدلې ۔زه باور لرم چې نن دلته كېدونكي غور او فكر سره به د امن ناك ٬ مستحكم او څوكاله افغانستان مقصد ترلاسه كولو له مرسته تر لاسه شي۔ده ووئيل د نزدې ګاونډي په حېث د ??و لسيزو راهيسې د منفي اثرات له امله پاكستان زيات ځپلے شوے او پاكستان د امن څخه خپلې ګټې لري۔ده ووئيل نن افغانستان د يو نازك وخت څخه تېرېږي٬ د 40 كالو شخړو او عدم استحكام نه پس اوس د جنګ ختمېدو او د كوټلي امن امكان راپېدا شوے۔دا صورتحال په غېر متوقع توګه رامخې ته شوے۔غېر ملكي عسكر به يوه ورځ ستنېدل٬د افغانستان حكومت ??اس?? په سمدستي توګه ختم شو د كومې چې هيله نه لرلې كېدله خو بيا هم د كومانتشار او فساد نه غېر په ښه ډول اقتدار منتقل شو كوم چې د پاكستان لپاره د اطمينان وړ دے۔وزيراعظم عمران خان ووئيل د كورنۍ جګړې امكان د كومې په اړه چې مونږ فكرمند و دغه خطره ختمه شوې او د افغان كډوالو د كومو چې په لويه توګه د انخلا اندېښنه وه٬هغه هم ونشوه۔ده ووئيل په افغانستان كښ?? انساني او ممكنه اقتصادي بحران دواړه يو لوي او سخت چېلنج دے٬د افغانستان د معيشت انحصار په غېر ملكي مرسته ؤ او هغه يو جنګي معيشت ؤ ٬د دې څخه كوټلي معيشت پلو تلل به يو لويې چېلنج ؤ ۔وزيراعظم ووئيل په ??ې موقع د نړيوالې ورورولۍ سره دوه لارې دي يوه دا چې رابطې زياتې كړې شي يا ??اس?? چې د سوويت انخلا نه پس څه رنګه شوې۔هغسې افغانستان يوازې پرېښودلې شي۔ ده ووئېل په افغانستان كښ?? عدم استحكام لكه څنګه چې عظيم شاعر علامه محمد اقبال وئېلې وو ټوله سيمه متاثره كوي او په افغانستان كښ?? استحكام د ټولې سيمې په ګټه دے۔افغانستان يوازې كول به مونږ د يو ??اس?? غېر مستحكم صورتحال پلو بوځي د كومې نتيجه چې به د كورنۍ جګړې٬په ګاونډيانو منفي اثراتو ٬ د كډوالو ٬د ترهه ګرۍ پېښو زياتېدو٬د نشه اي توكو قاچاق او د منظمو نړيوالو جرائم په صورت رامخې ته كېدې شي٬دې لپاره د افغانستان سره رابطې زياتول د مخ په وړاندې تګ يوازنۍ لار ده٬وزيراعظم په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې په افغانستان كښ?? د نوي حقيقت ادراك وكړي٬زموڼږ د ټولو اجتماعي هڅو مقصد د سلامتيا صورتحال مستحكم كول٬د نوو شخړو او په لويه توګه د اولسي انخلا مخ نيوے كول دي۔وزيراعظم ووئيل دا به زمونږ د ټولو په ګټه كښ?? وي چې افغانستان بيا د كوم ترهه ګر تنظيم محفوظه ژاله ونه ګرځي۔په دې لړ كښ?? به طالبانو له د خپلو لوظونو پاسداري كول وي۔وزيراعظم ووئيل بايد نړيواله ورورولي په دې نازك وخت كښ?? د افغانانو سره د يو والي او مرستې څرګندونه وكړي۔ده ووئيل كوتلي نړيواله مرسته او اقتصادي مرستې سره ژوندون بچ كېدے شي او استحكام بهراشي۔ده ووئېلب د افغانستان منجمد اثاثې د افغانانو ښېګړی لپاره دكارولو اجازه به هم يو ښه ګام وي٬د سياست كولو نه غېر په افغانستان كښ?? په انساني صورتحال د اثرانداز كېدونكو چارو به په ښه ډول مخ نيوے كول وي۔ په سمدستي توګه د ګاونډي په حېث پاكستان د امن٬پرمختګ او څوكالۍ مزل كښ?? د افغانستان مرستې لپاره په پالېسۍ عمل كوي۔ ده ووئېل مونږ د افغان امن عمل مرستهكړی او عمر له مو دا موقف خپل كړے چې دا مسئله كوم پوځ حل نه لري۔په نوي صورتحال كښ?? مونږ په تعميري انداز مرسته كوو٬مونږ تګ راتګ آسانيو لپاره خپلې پولې پرانستې او د وه اړخيزه او عبوري تجارت اجازه مو وركړې۔مونږ د افغانانو حاجتونه پوره كولو لپاره غذائي څيزونه او داروګان لېږلي دي۔وزيراعظم ووئيل پاكستان په كورنۍ توګه په خپل ګاونډ كښ?? امن سره د يو مستحكم٬خپلواكه او څوكاله افغانستان عزم لري۔ده ووئيل راځۍ چې د افغانستان امن٬استحكام او څوكالۍ لپاره په ګډه معاونت وكړو۔ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې 40 كاله پس افغانانو له امن او استحكام وركړي۔
افغانستان د يوازې پرېښودلو په ځاے هغوي سره رابطې زياتول مخ په وړاندې تګ له يوازنې لاره ده٬نړيواله ورورولي دې په افغانستان كښې د نوي حقيقت ادراك ولري ۔ د وزيراعظم عمران خان د سي اېس ټي او غونډې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : منی ٹرین 2